د کابل لپاره د نشه يي توکو برابروونکي لوی قاچاقبر ونیول شو

5 سرطان 1398 ساعت 15:18

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د نشه يي توکو هغه لوی قاچاقبر نیولي، چې د کابل ښار لپاره د نشه يي توکو اصلي برابرونکی وو.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د نشه يي توکو هغه لوی قاچاقبر نیولي، چې د کابل ښار لپاره د نشه يي توکو اصلي برابرونکی وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاقبر میر آجان نومېږي.

وزارت د نوموړي د هویت په اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو وایي، دغه کس د کابل لپاره د نشه يي توکو له لومړۍ درجه برابروونکو څخه وو.

سرچینه زیاتوي، چې میرآجان تېره شپه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا په کابل ښار کې ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په کابل ښار کې د نشه يي توکو دوه عمده پلورونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 117729

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117729/

جمهور
  https://www.jomhornews.com