د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان و وژل شو

5 سرطان 1398 ساعت 15:24

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان قادر شاه د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان قادر شاه د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه د خوګیاڼو ولسوالۍ او غزني ښار تر منخ د کډوالو شهرک په سیمه کې شوې ده.

د غزني امنیه قوماندان خالد وردګ وایي، د خوګیاڼو امنیه قوماندان قادرشاه له یادې ولسوالۍ غزني ښار ته په لاره و، چې موټر یې د سړک د غاړې په خښ شوي ماین ختلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په ماین چاودنه کې قوماندان قادرشاه له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی دی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

د دغه چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان هم د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 117730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com