د ناټو عمومي مشر:

افغان سوله باید په داسې ډول وي، چې ټول لوري ترې ډاډمن وي

6 سرطان 1398 ساعت 9:13

د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې باید سولې داسې یو ډاډمن تړون وشي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.


د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې باید  سولې داسې یو ډاډمن تړون وشي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ د ناټو د ۴۱ غړو هېوادونو او شریکانو د دفاع وزیرانو تر غونډې وړاندې په تازه څرګندونو کې ټینګار کړي، چې د افغانستان د سولې لپاره یوې ډاډمنې هوکړې ته اړتیا ده.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو پرون چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې غونډه پیل کړې، چې نن به هم دوام ولري او په یوه برخه کې به یې د افغانستان پر سوله او امنیت خبرې وشي.

دغه غونډې ته د افغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هم ورغلی دی.

تر غونډې وړاندې د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د سولې هر ډول چې کېږي باید ډاډمنه او ټول باوري شي، چې د عملي کېدو وړ او ټولې خواوې ورته ژمنې دي.

نوموړي ویلي، که څه هم تر سولې پورې لا پېچلې لار پاتې ده، خو بیا هم پوره هڅه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړل شي.

د ناټو مشر دا هم زیاته کړې، چې طالبان د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي نو ښه به وي چې د سولې لار خپله کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117741

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117741/

جمهور
  https://www.jomhornews.com