کابل کې د یوې بلې جرمي شبکې مهم ډلمشر نیول شوی دی

6 سرطان 1398 ساعت 9:34

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د یوې بلې لویې جرمي شبکې مشر تر پېژندلو وروسته نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د یوې بلې لویې جرمي شبکې مشر تر پېژندلو وروسته نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د جرمي شبکې دغه ډلمشر عابد نومېږي او په بیني مشور وو.

خبرپاڼه کې ویل شوي عابد مشهور په بیني د یوې جرمي شبکې مشر او د کابل ښار په بېلا بېلو جرمي قضیو، وسله والو غلاو، لارنیونې او شکو کې لاس درلود.

کورنیو چارو وزارت نه دا دي ویلي، چې عابد د ښار په کومه سیمه کې نیول شوی، له دغه سره به قانوني چلند وشي.

وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی، هغه کسان چې د خلکو د امنیت او هوساینې د له منځه وړو لامل کېږي پولیس به یې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو دوه ورځې وړاندې یو بل مشهور او خطرناک غیر مسول وسله والو او د یوې جرمي شبکې مشر حمید خراساني په کابل ښار کې ونیوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com