دفاع وزرات: غزني کې د طالبانو په یوه لویه غونده هوايي برید شوی دی

6 سرطان 1398 ساعت 9:44

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونده برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونده برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د غزني په دیک ولسوالۍ کې د طالبانو پر غونډه برید کړی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو د نظامي مسوول رحمت الله مبارز په ګډون ۵۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل خوا دفاع وزارت وایي، د فاریاب ولایت د بل څراخ ولسوالۍ د نیولو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د مهمو قوماندانو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۱۰ تنه له وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې په وژل شویو کسانو کې د بلڅراغ لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي عبدالله مشهور په بلال، ملا محمد مشور په موی دار، ملا حمیدالله چې سرګروپان و شامل دي.

دغه راز ملي دفاع وزارت وایي، د همدې ولوسالۍ د حمام چشمه سیمې د نشر په کلي کې د افغان پوځ په هوايي برید کې د طالبانو مهم قوماندان ملا حفیظ الله مشهور په ظالم له خپلو ۱۹ ملګرو سره وژل شوی او ۲۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د درې واړه پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com