روسیه د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

6 سرطان 1398 ساعت 10:16

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي.


د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي دغه کنفرانس به د امریکا په ګدون جوړ کړي، چې په کې به چین، پاکستان او ایران هم ګډون ولري.

که څه هم کابلوف د دغه کنفراس د جوړېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ویل کېږي، چې دا کنفرانس به په راتلونکې میلادي جولای میاشت کې جوړ شي.

د یادونې ده، چې روسیې تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117748

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117748/

جمهور
  https://www.jomhornews.com