ولسمشر غنی له عمران خان او قریشي سره ولیدل

6 سرطان 1398 ساعت 12:49

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن پنشنبې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ او د پاکستان په رسمي بلنه په دوه ورځي سفر اسلام آباد ته ورسېد.

د ښاغلي غني او ورسره پلاوي هرکلي ته د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي او سوداګیرزه چارو سلاکار وزیر او نور چارواکي ورغلي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي غني په ورتګ خوښي وښوده او تمه یې وکړه، چې د ولسمشر دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په رغولو او ښه کولو کې ګټور تمام شي.

قریشي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پراخوالی او د باور فضا رامنځ ته کول ګټور تمام شي او د سولې او امنیت په برخه کې به مرسته وکړي.

ښاغلي غني هم له قریشي څخه د مننې تر څنګ و ویل، چې پاکستان ته یې سفر د اجماع او لویه جرګه کې د ولس د استازو په وړاندیز کړی دی، چې موخه یې سوله او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه والی دی.

افغان ولسمشر له قریشي سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې او دولت په دولت اړیکې وي.

ښاغلي غني تمه ښودلې، چې پاکستان ته یې سفر د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره مثبتې او ډک لاسې پیالې ولري او پاکستان هم د سیمه ییز اتصال په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.

بل خوا ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو پر ښه والي یې ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر غنی به په دغه دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره پر سوله، امنیت، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګوالۍ خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117762

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117762/

جمهور
  https://www.jomhornews.com