۰

بدخشان:سیند ته د موټر غورځېدو ۷ تنه وژلي دي

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۴
سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان:سیند ته د موټر غورځېدو ۷ تنه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د چنګاښ شپږمه سهار شاوخوا نهه بجې د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، موټر د سړک څخه تر وتلو وروسته سیند ته لوېدلي، چې له امله یې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت په تازه معلوماتو کې ویلي، سږ کال د جګړې په پرتله د ترافیکي پېښو قربانیان زیات و.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي