لوګر کې د طالبانو والي او ۸ قوماندانان وژل شوي دي

8 سرطان 1398 ساعت 9:32

ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د افغان پوځ په هوايي برید کې د طالبانو د یوه نومول شوي والي او ۸ قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د افغان پوځ په هوايي برید کې د طالبانو د یوه نومول شوي والي او ۸ قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وایي، د پوځ هوايي ځواک د پنشنبې په شپه د چنګاښ ۷ مه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر طالبانو برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوي والي، د هغه دوه مرستیالان، د طالبانو د استخباراتو مسوول او څلور تنه نور طالب قوماندانان وژل شوي دي.

دفاع وزارت د وژل شویو مهمو طالب قوماندانانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي په وژل شویو کسانو کې درې تنه بهرنیان هم وو.

دفاع وزارت پر فسبوک هغه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې د پوځ چورلکې د طالبانو پر پټنځای برید کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان پوځ د تېرې پشنبې په ورځ په غزني ولایت کې هم د طالبانو پر یوه لویه غونډه برید کړی و، چې د دفاع وزارت په وینا تر پنځو زیات طالبان په کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com