۰

جرمني او قطر هڅه کوي د افغان سولې د خبرو لپاره شرایط برابر کړي

شنبی ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، هېواد یې له قطر سره په ګډه هڅه کوي، چې د افغان سولې د خبرو لپاره شرایط برابره کړي.
جرمني او قطر هڅه کوي د افغان سولې د خبرو لپاره شرایط برابر کړي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، هېواد یې له قطر سره په ګډه هڅه کوي، چې د افغان سولې د خبرو لپاره شرایط برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ماس دغه څرګندونې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره برلین کې د کتنې پر مهال کړې دي.

په دغه کتنه کې جرمني یو ځل بیا د افغان سولې څخه ملاتړ اعلان کړی او په دې برخه کې یې د امریکا هڅې ستایلې دي.

د جرمني آژانس ویلي په دغه کتنه کې د بشري حقونو، د اقليتونو د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګونو يادونه شوې ده.

ښاغلي ماس ټينګار کړي، چې جرمني له قطر سره يو ځاى دې ته تيار دى چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره شرايط برابر کړي، خو په دې شرط چې دغه اقدامات د دواړو لوريو ترمنځ واقعي مذاکرو ته زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدین رباني ويلي، د دغو مذاکراتو هدف بايد د تېرو ١٨ کلونو د لاسته راوړنو خونديتوب وي.

جرمني او قطر پر داسې مهال په ګډه د افغان سولې د خبرو لپاره د خبرو زمینې برابرولو هڅې کوي، چې ټاکل شوې نن په قطر کې د امریکا او طالبانو استازي د اووم ځل لپاره سره جرګه شي.

ناټو ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ اووم پړاو خبرې حساسې دي، او طالبان باید نور بین الاافغاني خبرو ته چمتو او خبرې پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم کابل ته د سفر پر مهال ویلي، چې خبرو کې پرمختګ شوی او د ټرمپ اداره هڅه کوی، چې تر دوه میاشتې وخت وړاندې امریکا او طالبان یوې موافقې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي