د ولسمشر غني د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن شنبې د چنګاښ ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي رحمي د ولسمشر د حکم پر اساس په دغه پوست ټاکل شوی دی.
د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې پر بنسټ د ښاغلي عبدالسلام رحیمي ټاکنه په خارج رتبه بست کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه راته د منلو دی.
په دغه حکم کې راغلي، چې نوموړی به د کابینې، امنیت شورا، کمېسیونونو او سولې عالي شورا په ټولو غونډه کې د مخکنیو حقوقو او امتیازاتو په لرلو سره خپلې چارې مخ ته وړي.
جمهورخبري آژانس:کابل