۰

د کندهار د معروف ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپور

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت پر معروف ولسوالۍ د طالبانو د ډلیز برید پخلی کوي، خو وايي د ولسوالۍ مرکز یې نه دي نیولي.
د کندهار د معروف ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپور
د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت پر معروف ولسوالۍ د طالبانو د ډلیز برید پخلی کوي، خو وايي د ولسوالۍ مرکز یې نه دي نیولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان وايي، طالبانو تېره شپه (د چنګاښ ۹مه) د ولسوالۍ په مرکز ډلیز بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو لومړی د څلورو هاموي وسایطو په وسیله د ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ چاودنې او وروسته بریدونه وکړل.

دی وایي، په چاودنو کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوشتې، خو د ولسوالۍ مرکز طالبانو نه دی نیولی، بلکې لا هم د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

تادین خان د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه ونه ویل، خو وایي، سیمې ته تازه دمه سرتېري رسېدلي او ډېر ژر به پراخ عملیات پیل شي.

طالبانو هم ویلي، چې دوی پر ولسوالۍ برید کړی هغه یې نیولې او ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمره یې نه ده په ډاګه کړې.

وسله والو طالبانو په دغه جګړه کې د خپلو درې جنګیالیو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي