۰
ملګري ملتونه:

د افغانستان ټاکنې او سوله دواړه راته مهم دي، یو هم باید بل ټکنی نه کړي

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
په افغانستان کې د ملګرومتلونو د عمومي منیشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو وایي، ملګرو ملتونو ته د افغانستان د ټاکنو او سولې دواړه بهیرونه لومړیتوبونه دي.
د افغانستان ټاکنې او سوله دواړه راته مهم دي، یو هم باید بل ټکنی نه کړي
په افغانستان کې د ملګرومتلونو د عمومي منیشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو وایي، ملګرو ملتونو ته د افغانستان د ټاکنو او سولې دواړه بهیرونه لومړیتوبونه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، چې سوله باید تر ټاکنو وړاندې وشي او دا د امریکا لومړیتوب هم دی.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو ټینګار کړي، چې دغه دواړه بهیرونه د ملګرو ملتونو لباره مهم لومړیتوبونه دي.

د یومانا په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویلي شوي« له دغو دواړو بهیرونو هیڅ یو یې باید د بل بهیر لخوا اغیزمن نشي او یا یې ټکنی کړي، دواړه بهیرونه باید په پوره زور او د ټولو ښکیلو برخه والو له ژمنتیا سره سم پرمخ ولاړ شي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د دغومهمو بهیرونو ترمنځ روښانه اړیکې موجودې دي، دواړه یې دافغانستان پر راتلونکي ډېر زیات اغیز لري او ملګري ملتونه به په دواړو ډګرونو کې خپلې بشړې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا د ولسمشرۍ ټاکنې چې د سپټامبر په اته ویشتمه پلان شوي، د افغانستان د ډیموکراتیک سیاسي جوړښت د مشروعیت د بیا ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه لحظه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمشنی ځانګړی استازي وايي، د دغه مهم سیاسي بنسټ په اړه باید دا ډاډ رامنځ ته شي، چې رایې باوري او را وتونکې پایلې یې منل کېږي.

ده ویلي، په دغو بهیرونو کې ټول ګډونوال ــ کاندیدان، د هغوی ملاتړي، حکومتي چارواکي، د مدني ټولنو سازمانونه، ملي امنیتي ځواکونه، سیاسي مشران، سیاسي ډلې، رسنۍ، د ټاکنو د مدیریت ادارې او رایې ورکونکي یو مهم رول او ګډ مسوولیت لري، چې د دغه بهیرباور او روڼتیا ډاډمنه کړي.

دی وایي، افغانستان له ټاکنو وروسته ناورین د دوام او اوږدېدو زغم نه لري، چې کېدی شي په پایله کې یې له ضعیفه ډیموکراتیک او کورنۍ مشروعیت څخه یو برخمن ولسمشر رامنځ ته شي.

تدامیچي یاماماتو زیاته کړې، دا که داسې وشي، نو دا کار به د افغانانو په یو والي او د یوه ارزښتناکه ټول شموله سولې په برخه کې د نوي ولسمشر وړتیاوې اغیزمنې کړي.

ده ټینګار کړي، پردې سربیره چې د سپټامبر په ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنو په برخه کې د ټاکنو له تنظیمونکو ادارو سره د تخنیکي لارښوونو له لارې د هرډول هڅو بشپړ ملاتړ کوي، ملګري ملتونه به د سولې په تړاو د هرډول هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې ډیرمهم دي.

د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان په بشپړ مالکیت او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سولې ته محتاطانه هیله مندي ښودلې وايي، د سولې خبرې په سم لوري روانې دي، خو سولې ته رسیدل ډېرې هڅې غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي