مشرانو جرګه:

فرخنده زهرا نادري باید څارنوالۍ ته معرفي شي

9 سرطان 1398 ساعت 16:06

مشرانو جرګې د ښځو د ځینو فعالانو په ځانګړې ډول د فرخندې زهرا نادري له خوا د جنګ او سولې، چادري د لونګۍ پر وړاندې نندارتون د افغان ولس فرهنګي او دیني رواجونو ته سپکاوی وباله.


مشرانو جرګې د ښځو د ځینو فعالانو په ځانګړې ډول د فرخندې زهرا نادري له خوا د جنګ او سولې، چادري د لونګۍ پر وړاندې نندارتون د افغان ولس فرهنګي او دیني رواجونو ته سپکاوی وباله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ولسي جرګې پخواني غړې او د افغانستان د اسماعیله و د یوه مشر لور فرخنده زهرا نادري د چنګاښ له شپږمې تر نن یکشنبې ۹ مې پورې کابل کې چادري د لونګۍ پر وړاندې نندارتون جوړ کړی وو.

نوموړې په دې درې ورځني ناندارتون کې په لونګۍ او چادري چې د افغانانو سنتي دود دی نیوکې وکړې او دوی ویل، چې د چادرۍ په موډرن کېدو سره کېدی شي د مر سالارۍ سره مقابله وشي.

په دغه نندارتون کې چادري په افغانستان کې د ښځو ضد وبلل شوه، خو مشرانو جرګې د ښځو د فعالینو په ځانګړې ډول د مېرمن نادري له خوا دغه ډول نندارتون د افغانانو عنعناتو ته لوی سپکاوی وباله.

سناتورانو ویل، چې دا ډول کار د افغانستان د خلکو فرهنګي او اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي پروزه ده، او که چېرې دا ډول کړنې دوام وکړي نو د افغانانو دا اصلي فرهنګ به لمنځه ولاړ شي.

دوی ویل، چې د افغانستان مېرمنې له چادرۍ نه د حجاب په توګه ګټه اخلي او نه باید د خلکو دغه اصلي فرهنګ ته په سپکه وکتل شي.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري و ویل، ځینې په دې ډول کړنو سره غواړي ورو ورو چادري د افغان مېرمنو له سره لرې کړي.

په ورته وخت کې د جرګې بل غړي عبدالوهاب عرفان و ویل، څوک چې د غرب له فرهنګ څخه اغېزمن شوي، حق نه لري، چادري او لونګۍ ته، چې د افغانانو د عزت، شرف او سرلوړۍ نښه ده، بې غزتي وکړي او پسخند پرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې لونګۍ او چادرې ته سپکاوی یوه غربي پروژه ده او په ډې ډول هڅه کوي، چې په دې سره بې حجابۍ او فحاشۍ ته لار هواره کړي.

سناتورانو دغه دول ناندرتونونه او کړنې د افغان ولس فرهنګ او دیني ارزښتونو ته سپکاوی وباله او ویې غوښتل، چې دغه ډول کسان باید څارنوالۍ ته معرفي شي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هم و ویل، هېڅوک حق نه لري، چې د افغان ولس ارزښتونو ته سپکاوی وکړي، خو په وینا یې په خواشنۍ سره په افغانستان کې که یو څوک هر څومره ډېرې پسې هم ولري، بیا هم هڅه کوي، چې پروژه واخلي او پيسې تر لاسه کړي.

د مسلم یار په وینا افغان ولس چمتو دی، چې د خپل عزت او ارزښتونو د ساتنې لپاره سر هم ورکړي خو تر هغو نه تېرېږي.

ښاغلي مسلم یار ټینګار وکړ، چې د دغه نندارتون جوړونکي باید د افغان ولس دیني او فرهنګي شعایرو ته د سپکاوي په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 117852

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117852/

جمهور
  https://www.jomhornews.com