د بهرنیو چارو وزارت:

دوو اونیو کې به د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي

10 سرطان 1398 ساعت 8:31

داسې ښکاري، چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه اېښي وي او په دوو اونیو کې به د حکومت او دغه ډلې تر منځ خبرې پیل شي.


داسې ښکاري، چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه اېښي وي او په دوو اونیو کې به د حکومت او دغه ډلې تر منځ خبرې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا او طالبان له تېرې شنبې د قطر پلازمېنه دوحه کې خبرې روانې کړې خو تر اوسه یې بشپړ جزیات رسنیو ته نه دی راوتي.

پرون ځینو سرچینو ویل طالبانو له خلیلزاد غوښتي، چې لومړی دې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو مهال وېش اعلان کړي، خو خلیلزاد ویلي لومړی دې طالبان بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

په ټول کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د نورو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، بین الاافغاني خبرې او اوربند راڅرخي خو سرچینې وایي، طالبان لا هم د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي.

د امریکا او د طالبانو د خبرو له پیل سره سم جرمني چارواکو هم خبر ورکړی، چې دوی له قطر سره په ګډه هڅه کوي، چې ريښتینو بین الاافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس دوه ورځې وړاندې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره برلین کې د کتنې پر مهال ویلي و، هېواد یې  له قطر سره يو ځاى دې ته تيار دى چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره شرايط برابر کړي، خو په دې شرط چې دغه اقدامات د دواړو لوريو ترمنځ واقعي مذاکرو ته زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون په کابل کې خبریالانو ته ویلي، جرمني چارواکو د بهرنیو چارو له رباني سره کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړی، چې د دوی په ضمانت به د طالبانو او افغان حکومت استازي مخامخ خبرو ته کېنوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل نږدې شوي او د افغان حکومت تمه دا ده، چې ژر به د ښکېلو غاړو ترمنځ بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

هغه د خلیلزاد او طالبانو د اووم پړاو خبرو په اړه ویلي چې افغان حکومت د دغو خبرو له جریان څخه خبر دی.

احمدي په دې برخه کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر یادونه هم کړې او وايي،  خلیلزاد هم افغان حکومت ته د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ټینګار وکړ، چې د سولې د خبرو په برخه کې به افغانان ژر ښه خبرونه واوري.

د هغه په وینا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو د کوربه‌توب لپاره تراوسه دریو هېوادونو اندونیزیا، جرمني او ازبکستان خپل چمتووالی ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117860

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117860/

جمهور
  https://www.jomhornews.com