۰

له غیرمسووله کسانو د نظامي یونیفورم د ټولولو لړۍ پیل شوې

دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو پر مټ کابل کې له غیر مسووله کسانو څخه د نظامي یونیفورم د ټولولو عملیات پیل کړي دي.
له غیرمسووله کسانو د نظامي یونیفورم د ټولولو لړۍ پیل شوې
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو پر مټ کابل کې له غیر مسووله کسانو څخه د نظامي یونیفورم د ټولولو عملیات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې سره سم دغه عملیات پرون یکشنبې د چنګاښ ۹ مه پیل شوي دي.

وزارت وړاندې ابلاغیه ورکړې وه، چې نور باید د غیر مسووله کسانو له خوا نظامي یونیفورم وانه غوستل شي او د ټولولو لړۍ يې پیل شوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، یاد عملیات د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې په لاره اچول شوي وو، چې په ترڅ کې یې له غیرمسووله کسانو څخه څو صوبه نظامي یونیفورم او څو میله غیرقانوني او بې جوازه وسلې د ځانګړو ځواکونو لخوا ټولې شوې.

وزارت وايي، په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د ښه امن او نظم د ټینګښت په موخه به د غیرقانوني وسلو او نظامي یونیفورم د ټولولو عملیات دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي