کورنیو چارو وزارت وايي، فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ډلیز برید په شاه تمبول شوی او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړي، خو د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شو.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په دې یو ساعته نښته کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې دي او ژوندي کسانو یې له سیمې پښېسپکړې کړې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه سرګروپان هم شامل دي او له هغو یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
وزارت په دې جګړه کې یوازې د یوه پولیس د وژل کېدو پخلی کړی دی.
طالبانو تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه