طالبانو د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ برید کړی دی

10 سرطان 1398 ساعت 12:05

راپورونه وایي، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ برید کړی او جګړه لا هم روانه ده.


راپورونه وایي، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ برید کړی او جګړه لا هم روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې پخواني غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد تینج پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبانو تېره شپه په یاده ولوسالۍ حمله کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لا هم په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه دی او تر اوسه هېڅ ډول هوایي او ځمکنی مرستندویه ځواک نه دی ور رسېدلی.

هغه پر حکومت نیوکه کړې، چې لا یې هم سیمې ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږلي او د سیمې خلک هره ګرۍ د ولسوالۍ د سقطو انتظار باسي.

خو دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې یرغلیز بریدونه پیل کړي او طالبانو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دفاع وزارت په وینا په دغه عملیاتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 117872

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117872/

جمهور
  https://www.jomhornews.com