په شپږو ولایتونو کې ۱۷ وسله وال غله نیول شوي

10 سرطان 1398 ساعت 12:18

کورنیو چارو وزارت د هېواد په شپږو ولایتونو کې د پولیسو له خوا د ۱۷ وسله والو غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت د هېواد په شپږو ولایتونو کې د پولیسو له خوا د ۱۷ وسله والو غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر غله په کابل، سمنګان، غزني، لوګر، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د پولیسو د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په وسله والو غلو، وژنو او د پیسو په جعل کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

له دې کسانو ۸ تنه په سمنګانو، دوه تنه په غزني ښار، درې تنه په جلال آباد ښار، درې تنه په لوګر، دوه تنه په هلمند او یو تن هم په کابل ولایت کې نیول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، له نیول شویو کسانو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې، چې راکټ پيکا، ماشنیدار، کلاشنکوف او تومانچې په کې شاملې دي، تر لاسه شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com