طالبان:

بین الاافغاني خبرې کوو خو د کابل ادارې سره به د حکومت په حیث خبرې نه کېږي

10 سرطان 1398 ساعت 14:10

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی به د نړیوالو ځواکونو د وتلو له مهال وېش وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړي، خو له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې ونه کړي.


په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی به د نړیوالو ځواکونو د وتلو له مهال وېش وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړي، خو له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین دغه څرګندونې په یوه تازه ټوېټ کې کړې او زیاته کړې یې ده، کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلان شي بیا به له افغاني لورو سره مذاکرات پیل کېږي.

خو د ده په وینا په دغه مذاکراتو کې به د کابل له ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نه کېږي.

طالب ویاند دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په قطر کې د دوی او امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ له تېرو دریو ورځو راهیسې پر افغان سوله خبرې روانې دي.

تر اوسه د دغه خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو دواړه لورو ویلي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی او هیله ده، چې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون خبر ورکړ، چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې به د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون ویلي و، جرمني د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړی، چې دوی به بین الاافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې ډېر ژر به بین الاافغاني خبرې پیل او افغانان به د سولې په تړاو یو ښه زېری واوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117876

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117876/

جمهور
  https://www.jomhornews.com