د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره دوهم ځلي ټاکنې هم ناکامې شوې

10 سرطان 1398 ساعت 15:56

د ولسي جرګې د دوهم مرستیال او اداري پلاوي لپاره د جرګې د غړو تر منځ دوهم ځلي ټاکنې بیا هم ناکامې او یوه نوماند هم باور رایه تر لاسه نه کړه.


د ولسي جرګې د دوهم مرستیال او اداري پلاوي لپاره د جرګې د غړو تر منځ دوهم ځلي ټاکنې بیا هم ناکامې او یوه نوماند هم باور رایه تر لاسه نه کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جرګه کې د میر رحمان رحماني د رییس کېدو له ټاکل کېدو وروسته د لومړي او دوهم مرستیالانو او منشیانو لپاره هم ټاکنې وکړې.

د جرګې د اداري پلاوي په ټاکنو کې له پرونۍ رایې وروکولو وروسته د لومړي مرستیال د څوکۍ لپاره محمد عالم ساعي او نجیب الله ناصر دوهم پړاو ټاکنو ته و وتل.

دغه راز د دوهم مرستیال د څوکۍ لپاره نن غلام حسین ناصري همایون شهیدزاده ځانونه نوموړي و، ځکه د پرون په ټاکنو کې د دغه څوکۍ لپاره یوازې دوه تنو ځانونه نومولي وو چې یوه یې هم بریالی نه شو.

دغه راز د منشي د څوکۍ لپاره د سید عظیم کبرازني او اسدالله شهباز دوهم پړاو ته وتلي و، او د نایب منشي څوکۍ لپاره فریده حمیدي او عرفان الله عرفان وتلي وو.

ولسي جرګې نن یو ځل بیا د لومړي، دوهم مرستیال او دغه راز د منشي او نایب مشني د نوماندانو تر منځ ټاکنې وکړې، چې یو یې هم بریالی نه شو.

د جرګې د نن نصاف ۲۳۶ تنه و او هر نوماند چې ۱۱۹ باور رایې خپلې کړی وایي، ټاکل کېده، خو له نوماندانو یو هم ونه توانېده، چې دغه شمېر رایې خپلې کړي.

د لومړي مرستیال د څوکۍ لپاره نوماند محمد عالم ساعي، ۸۶ او نجیب الله ناصر ۱۰۶ باور رایې واخیست، ۱۲ رایې سپینې او ۱۳ باطلې وې.

دغه راز د دوهم مرستیالۍ لپاره غلام حسین ناصري ۹۸ او همایون شهیدزاده ۱۱۳ تایید رایې تر لاسه کړي، ۱۲ رایې سپینې او ۱۳ باطلې وې.

د منشي د څوکۍ لپاره سید عظیم کبرزاني ۹۱، اسدالله شهباز ۱۰۶ تایید رایې تر لاسه کړې، ۱۸ رایې سپینې او ۲۱ باطلې وې.

د نایب منشي د څوکۍ لپاره فریده احمدي ۸۰ او عرفان الله عرفان ۱۰۳ تایید رایې تر لاسه کړې، ۳۴ رایې سپینې او ۱۹ باطلې وې او په دې سره یو نوماند هم په نښه کړې څوکۍ خپله نه ده.

تر دې وروسته د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل، چې له نوماندانو یو هم بریالی نه شو، نو ځکه به سبا سه شنبې د چنګاښ ۱۱ مه د نویو نوماندانو تر منځ د دغه څوکیو لپاره ټاکنې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 117889

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com