۰
دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو یاد عملیات، په فاریاب، بادغیس، فراه، پکتیا، وردګ، غزني، تخار، هلمند، کاپيسا، خوست، لوګر، نیمروز، هرات، بلخ او سرپل کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۷۶ وسله وال طالبان وژلش وي، ۷۵ تنه ټپیان او پنځه تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۱۸۰ افغان امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي