۰

د جوزجان د قوش تپه ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپور

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د جوزجان ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت قوش تپه ولسوالۍ د وسله والو لاس ته لوېدلي، خو د یاد ولایت چارواکي وایي، ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
د جوزجان د قوش تپه ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپور
د جوزجان ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت قوش تپه ولسوالۍ د وسله والو لاس ته لوېدلي، خو د یاد ولایت چارواکي وایي، ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه (د چنګاښ ۱۰ مه) په قوش تپه ولسوالۍ ډلیز بریدونه کړي او سخته جګړه شوې.

د جوزجان د ولایتي شورا غړو ویلي، ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې او ګڼ شمېر سرتېري یې ژوندي نیولي، خو د والي ویاند فریدون انیق جمهور خبري آژانس ته د دغه ولسوالۍ د سقوط خبره تایید نه کړه.

نوموړي و ویل، چې پر ولسوالۍ سخته جګړه شوې او په کې ۲۵ طالبان او شپږ افغان سرتېري وژل شوي، ۱۰ طالبان او ۱۵ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

د والي ویاند وایي، دا چې د ولسوالۍ سره تلېفوني اړیکې نو په اړه یې نور معلومات نه لري، چې څه په کې رامنځ ته شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ولسوالي دوی نیولې او تر ۱۰۰ زیات سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ولې دفاع وزارت د طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي