کندهار کې یو ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې و وژل شو

11 سرطان 1398 ساعت 14:03

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د چنګاښ ۱۱ مه د کندهار ولایت په مرکز د ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن قسیم آزاد وایي، د دغه ځانمرګي بریدګر موخه د شپږمې حوزې امر څارن فیض محمد و او غوښتل یې پرې برید وکړي.

خو د هغه په وینا پلی ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو ګزمې پېژندلی او پر هغه یې د درېدو غږ کړی، چې ځانمرګي په همدې وخت کې ځان پورې تړلو چاوېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې یوازې ځانمرګی وژل شوی او یو لاروی ماشوم هم ټپي شوی، چې د درملنې په موخه میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په کندهار کې دغه ځانمرګي پر داسې مهال وژل کېږي، چې پرون پلازمېنه کابل کې موټر بم ځانمرګي او ډلیز وسله وال برید ۱۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي او ډېری یې د ښوونځي زده کوونکي دي.

د کابل د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 117910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com