د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره نن هم ټاکنې وشوې، چې په کې د ننګرهار استازی امیرخان یار د ۱۳۱ تایید رایو په اخیستو د جرګې لومړي مرستیال او احمد شاه رمضان د ۱۱۹ تایید رایو په اخستو دوهم مرستیال وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نن په ټاکنیزو سیالیو کې د امیر خان یار سیال محمد الله بتاش و، چې ۵۰ تایید رایې واخیستې.
دغه راز د دوهم مرستیال د احمد شاه رمضان سیال سید احمد سېلاب و، چې ۶۰ رایې یې وړې وې.
د یادونې ده چې د نن په ټاکنو کې ۲۳۳ استازو ګډون کړی و، د ګټونکي لپاره د ۱۱۷ تایید رایو اړتیاوه.
دا چې امیرخان یار ۱۳۱ تایید او احمدشاه رمضان ۱۱۹ تایید رایې وړې وې، د جرګې د رییس میر رحمان رحماني له خوا دواړه د جرګې د لومړي او دوهم مرستیال په توګه وټاکل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل