۰
مشرانو جرګه:

امریکا د قطر خبرو کې د خپلو ګټو په لټه کې ده

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۶
د افغانستان مشرانو جرګه وایي، امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرو کې د خپلو استخباراتي اهدافو په لټه کې ده او د دغه خبرو جزیات له افغان حکومت او ولس سره نه شریکوي.
امریکا د قطر خبرو کې د خپلو ګټو په لټه کې ده
د افغانستان مشرانو جرګه وایي، امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرو کې د خپلو استخباراتي اهدافو په لټه کې ده او د دغه خبرو جزیات له افغان حکومت او ولس سره نه شریکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سنا د نن سه شنبې چنګاښ ۱۱ مې په غونده کې سناتورانو ویل، افغان حکومت او سیاسیون باید سره یو شي او د عمل ابتکار په خپل لاس کې واخلي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، امریکا د قطر په خبرو کې د پردې تر شاه خپل استخباراتي اهداف لټوي او په همدې موخه له افغان حکومت او ولس سره هېڅ ډول جزیات نه شریکوي.

نوموړي تینګار وکړ، چې همدې ته په کتو باید افغان حکومت او سیاسیون یو له بله همکاري او مرسته وکړي او د افغانستان د خلکو برخلیک ټاکنه په خپل لاس کې واخلي او عمل پرې وکړي.

د مسلم یار په وینا که امریکا د قطر خبرې رښتیا د سولې لپاره کوي، نو د کابل د پروني برید په غبرګون کې چې طالبانو وکړ، لږ تر لږه د یوې ورځې لپاره به یې دغه خبرې ځنډولې وې.

د جرګې بل غړي زلمي زابلي هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې امریکا افغان سولې ته رښتینې نه ده او د ټرمپ له څرګندونو ښکاري، چې امریکا له طالبانو سره د سولې د خبرو په پلمه غواړي په افغانستان کې خپلې استخباراتي جګړې ته دوام ورکړي.

زابلي هم ټینګار وکړ، چې افغان حکومت باید ټول سیاسیون راټول او د سولې په اړه ښکار او واضح دریځ غوره او د خپلو خلکو برخلیک خپله وټاکي.

د جرګې د غړو په وینا که امریکا رښتیا هم سولې ته ژمنه وي، نو پر طالبانو دې فشار راوړي، چې لومړی اوربند وکړي، ځکه دا د ولس لومړۍ غوښتنه هم ده، که وي د سولې خبرې به پایله ونه لري.

بل خوا د جرګې رییس په قطر کې د دغه هېواد او جرمني له خوا په ګډه د بین الاافغاني خبرو په اړه چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ پیل شي و ویل، افغان حکومت او زیاتره سیاسیون تر اوسه په دې اړه خبر نه لري.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د دغه جوړېدونکې غونډې ابتکار په خپل لاس کې واخلي او که نه وي نور د دې غوندې د جوړېدو مخنیوی دې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي