د کابل پوهنتون دوه استادان ترهګرۍ ته د لمن وهلو په تور نیولي

12 سرطان 1398 ساعت 11:21

د لوړو زده کړو وزارت تاییدوي، چې ملي امنیت ځواکونو د کابل پوهنتون دوه تنه استادان تندلارۍ او ترهګرۍ ته د تبلیغ په تور نیولي دي.


د لوړو زده کړو وزارت تاییدوي، چې ملي امنیت ځواکونو د کابل پوهنتون دوه تنه استادان تندلارۍ او ترهګرۍ ته د تبلیغ په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوطو چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه ښوونکي عبدالظاهر داعي او معروف راسخ د ملي امنیت له خوا نیول شوي.

ویل کېږي دغه دوه استادانو القاعده او داعش ډلې ته په تبلیغ او توندلارۍ ته د لمن وهلو په تور نیول شوي دي.

تر اوسه کومې سرچینې دا خبر نه و تایید کړی، خو اوس تازه د لوړو زده کړو وزارت منلې، چې دغه دوه استادان نیول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند فیصل امین تایید کړه، چې د پوهنتون دوه استادان نیول شوي، خو په دې اړه یې هېڅ ډول جزیات ورنه کړل.

ملي امنیت ریاست هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 117930

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com