ولسمشر غني کندهار ولایت ته تللی دی

12 سرطان 1398 ساعت 11:29

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی او هلته به د ځینو پرژو پرانسته هم وکړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی او هلته به د ځینو پرژو پرانسته هم وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه سهار کندهار ولایت ته ورسېده.

ارګ وايي، ولسمشر به د ځینو ټولګټو پروژ د پرانستې تر څنګ د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې سره هم جلا جلا کتنې ولري.

ولسمشر کندهار ته په رسېدو سره سم دغه ولایت کې هوايي ډګر د احمدشاه بابا په نوم ونوماوه او دغه راز یې له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځیدلی سړک هم د کندهار د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانېسته.

د یادونې ده، چې ولسمشر په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه او په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانېزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 


د مطلب کود: 117931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com