۰

افغان حکومت د قطر ناستې ته خپل استازي نه لېږي

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
وروسته له هغې چې د المان او قطر په منځګړیتوب په قطر کې د جوړېدونکې بین الاافغاني خبرو کره نېټه په ګوته شوه، افغان حکومت وایي، دغه غونډې ته به خپل استازي ونه لېږي او نه به هم برخه په کې واخلي.
افغان حکومت د قطر ناستې ته خپل استازي نه لېږي
وروسته له هغې چې د المان او قطر په منځګړیتوب په قطر کې د جوړېدونکې بین الاافغاني خبرو کره نېټه په ګوته شوه، افغان حکومت وایي، دغه غونډې ته به خپل استازي ونه لېږي او نه به هم برخه په کې واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرمني پرون و ویل، چې په قطر کې بین الاافغاني ناسته به روانې میلادي جولای میاشتې په ۷ او ۸ مه په دوحه کې جوړه شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي اتسازي مارکس پوتزل دا ناسته د افغان سولې لپاره یو مهم فرصت وباله او ویلي یې دي تمه ده، چې افغانستان کې جګړه پای ومومي او سوله وشي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د جرمني څخه په مننې د دغه غونډې د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي تمه لري، چې دا ناسته به د افغانستان د ۴۰ کلن ناورین د پای ته رسولو لپاره ګټوره تمامه شي.

خو په ورته وخت کې د جرمني ځانګړي استازي پوتزل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به ټول کسان په انفرادي ډول ګډون کوي.

تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي و، چې په بین الاافغاني خبرو کې ګډون کوي، خو له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې نه کېږي.

ښايي د طالبانو د همدې څرګندونو له امله افغان حکومت هم پرېکړه کړي وي، چې په یاده غونده کې ګډون وکړي، ځکه پرون مشرانو جرګې هم له حکومت او سیاسیون وغوښتل، چې که د غونډې ابتکار په خپل لاس کې نه شي اخستی نو د جوړېدو مخنیوی یې دې وکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د افغان حکومت له لوري به به دې ناسته کې کوم استازی نه وي او نه به هم ګډون په کې وکړي، خو که څوک ګډون کوي هم په انفرادي او شخصي لحاذ به وي.

ښاغلي صدیقي و ویل، چې دغه غونډه د یوه الماني بنسټ له خوا د المان د حکومت په همکارۍ جوړېږي، خو دا چې برخوال به یې څوک وي معلومات نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي