ځايي چارواکي: ډېر ژر به د قوش تپې د بېرته نیولو عملیات پیل شي

12 سرطان 1398 ساعت 12:23

سیمه ییز چارواکي ډېر ژر به د جوزجان ولسوالۍ د قوش تپه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د افغان ځواکونو له خوا پراخ پوځي عملیات پیل شي.


سیمه ییز چارواکي ډېر ژر به د جوزجان ولسوالۍ د قوش تپه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د افغان ځواکونو له خوا پراخ پوځي عملیات پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر یاده ولسوالي له تېرو دریو ورځو راهیسې سخته جګړه وه، چې پرون د ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ولېده.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق جمهور خبري آژانس ته ومنله، چې دا مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی خو ډېر ژر به یې د بېرته نیولو عملیات پیل شي.

نوموړي ټینګار وکړه، چې د دې عملیاتو لپاره تازه دمه مرستندویه ځواکونه هم سمیې ته رسېدلي او عملیات به پیل شي.

د هغه په وینا د تېرو څو ورځو په جګړګړو افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې هلته تلېفوني اړیکې پرې دي، نو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د تېرې ورځې په جګړه کې یې له ۱۰۰ زیات امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر یې ژوندي نیولي.

دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا په کلکه رد کړې او وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 


د مطلب کود: 117937

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117937/

جمهور
  https://www.jomhornews.com