سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د کرکټ د لوبې پر مهال پر یوه لوبغالي د هاوان مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۱ مه د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د هغه په وینا په دې اړه پلټنې پیل شوې، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نیول شوي نه دي.
د برید مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا