د فاریاب د اندخوی لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

12 سرطان 1398 ساعت 14:02

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال له ۹ ملګرو سره یو ځای وژلی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال له ۹ ملګرو سره یو ځای وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په ځینو کلیو کې عملیات پیل کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د اندخوی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا زار محمد له خپلو ۹ ملګرو سره وژل شوی دی.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په سیمه کې لا هم چاڼیز عملیات دوام لري او د طالبانو تر بشپړ پاکولو پورې به اوږده شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 117946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com