۰
کورنیو چارو وزارت:

وردګو کې د ولسوال په ګډون ۶۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
کورنیو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه ولسوال په ګډون د ۶۶ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
وردګو کې د ولسوال په ګډون ۶۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کورنیو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه ولسوال په ګډون د ۶۶ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د دې ولایت په مرکز میدان ښار، جلریز، نرخ او دایمیرداد ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي په دې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۵ نورټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا په وژل شویو کسانو کسانو کې د طالبانو قوماندانان قاري سیدآغا، قوماندان ارسلا، ملا فیض، قاري خالد، ملا عابد او حمیدالله شامل دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په ټپیانو کې بیا د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال امین الله هم شامل دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، وژل شوی قاري سیدآغا هغه خطرناک طالب قوماندان و، چې پر میدان وردګو سربېره یې کابل ښار کې هم ترهګریز بریدونه طرحه کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې هم د یادې ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال ملا راز محمد په ګډون د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

خو طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي