۰
سرچینې:

امریکا او طالبان په ټولو خبرو سلا شوي، خو د سرتېرو د وتلو پر موده اختلاف لري

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
راپورونه وايي، د امریکا او وسله والو طالبانو استازي قطر په روانو ناستو کې په تولو خبرو سلا شوي، خو یوازې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش اختلاف لري.
امریکا او طالبان په ټولو خبرو سلا شوي، خو د سرتېرو د وتلو پر موده اختلاف لري
راپورونه وايي، د امریکا او وسله والو طالبانو استازي قطر په روانو ناستو کې په تولو خبرو سلا شوي، خو یوازې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش اختلاف لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرې شنبې ورځې راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې پر افغان سوله خبرې روانې دي.

تر اوسه د دغه خبرو او ناستو په اړه دواړو لورو جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، په خبرو کې یې پرمختګ شوی او هیله ده یوې موافقې ته ورسېږي.

ډیلي ټایمز ته هم ځینو سرچینو ویلي، چې  طالب او امریکایی چارواکي په قطر کې په روانو خبرو په ټولو خبرو صلاح شوي دي خو یواځې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر اختلاف لري.

د سرچینې په وینا امريکایي ځواکونه غواړي له ۱۸ میاشتو څخه تر دوه کلونو پورې له افغانستان څخه و وځي، خو طالبان ټينګار کوي، چې باید له ۳ څخه تر ۵ مياشتو پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په قطر کې د ناروي هېواد ديپلوماتان هم قطر کې شتون لري، چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د يوې نهايي پريکړه ليک د تیارولو په برخه کې تخنيکي مرسته وکړي.

ويل کېږي د قطر بهرنيو چارو وزارت هم د مذاکراتو څخه څارنه کوي او دواړه خواوې انعطاف او په خبرو کې ګذشت ته هڅوي.

په ورته وخت کې پخواني طالب چارواکي سیدآکبر اغا هم جمهور خبري آژانس ته وویل، چې طالبان په شپږو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، خو امریکا پر زیات وخت ټينګار کوي.

ځینې سرچینې بیا دا هم ویلي، چې په ټولو برخو کې توافق شوی او د جرمني او قطر په منځګړیتوب به په بین الاافغاني ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدلغني برارد او امریکايي لوري تر منځ توافق پاڼې لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي