ملي امنیت هلمند کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو لویه زېرمه له منځه وړې

12 سرطان 1398 ساعت 15:39

ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دوی ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.


ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دوی ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د کجکي ولسوالي په ګندم سیمه کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۲۱۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، چې هغوی په ترهګرو بریدونو کې ګټه ترې اخیسته له منځه وړي دي.

خبرپاڼه وایي، د عملیاتو پر مهال د سله والو طالبانو یو راکټ، ۴ میله ۳۰۳ وسله، یو میل کلاشنکوف، ۵۰ فیره هاوان، ۳۰۰ د راکټ مرمۍ، ۲ کړۍ پرسونل ضد ماینونه، ۱۵۰۰۰ فیره د سپکو وسلو مرمۍ او نظامي تجهیزات تر لاسه شوي دي.

ملي امنیت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۷ جنګیالي هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117951

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117951/

جمهور
  https://www.jomhornews.com