۰
ولسمشر غني:

له سولې وروسته به هم د افغان ځواکونو په کمیت کې بدلون رانشي

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله د افغان حکومت او ولس لومړیتوب دی، خو داسې سوله چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه په کې نغښتې وي.
له سولې وروسته به هم د افغان ځواکونو په کمیت کې بدلون رانشي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله د افغان حکومت او ولس لومړیتوب دی، خو داسې سوله چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه په کې نغښتې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول رادو کې د وینا پر مهال و ویل، افغان ولس هم د نظام او ځواکونو ساتنه غواړي او دا وړاندیز یې په تېره لویه جرګه کې په ټینګار سره کړی دی.

ښاغلي غني و ویل«سوله زموږ هدف دی، خو د ځواکونو پر سر معامله نه کو، که څوک دا مفکور لري، له سره یې دې لري کړي که نه د جنګ میدان ته دې راشي چې ورته معلومه شي، له سولې وروسته به هم زموږ ځواکونه وي او کمی به په کې رانشي.»

نوموړي افغان ځواکونه وستایل، چې د دښمن دوه لویې دسیسي، چې یو یې د نظام پرځول او بل د افغانستان تجزیه وه، شنډ کړل او په مېړانه یې له خپلې خاورې دفاع وکړه.

افغان ولسمشر و ویل، چې افغان ځواکونه اوس له دفاعي حالته وتلي او په تعرضي حالت کې دي، چې ښې لاس ته راوړنې لري او دا فشارونه به نور هم زیات کړي.

هغه افغان ځواکونو ته په خطاب کې و ویل«خطرونه لا هم شته، موږ د سولې لپاره هڅه کو، خو تاسو باید د دښمن دسیسې شنډې کړۍ.»

دغه راز ولسمشر و ویل هر هغه څوک چې د وژل شوو افغان سرتېرو احترام نه کوي هغه ته په دولت کې ځای نشته.

ښاغلي غني د افغان ځواکونو قربانیو ته په اشارې و ویل« ستاسې په برکت هر ګاونډي ته زه وايم چې زه ازاد، مستقل او عزتمند افغانستان څخه مشري کوم، ستاسې له برکته ګاونډیانو ته په سرلوړۍ وایم چې که موږ منۍ، موږ مو منو، غېر له هغې د افغانستان اردو او مسلح قوه حاضر دي چې تر اخرې قطرې دخپلې خاورې څخه دفاع وکړي.»

بل خوا ولسمشر په خپلو خبرو کې پر افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو غږ وکړو چې په ټاکنو کې کامله بې طرفي خپله کړي خو په ټول توان باید د ټاکنو امنیت خوندي کړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني نن د یوه پلاوی په مشرۍ کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې ځینې پروژې هم پلې کړې.

ښاغلي غني د کندهار هوایي ډګر د احمدشاه بابا په نوم او دغه دګر ته غځېدلې لار د کندهار د وژل شویو امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په نوم وه نوموله.

دغه راز ښاغلي غني په کندهار کې د ۳۰۰ میګاه واټه لمریزه برېښنا پرانسته وکړه او کندهاریانو ته یې ژمنه ورکړه، چې د برېښنا دغه کچه به کندهار کې تر دوه زره دوه سوه میګاواټه پورې رسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي