۰

د قطر په بین الاافغاني خبرو کې به څوک ګډون کوي؟

پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۲
ټاکل شوې د روانې میلادي جولای میاشتې په ۷ او ۸ مه د جرمني او قطر په کوربتوب د افغان سولې په تړاو بین الاافغاني ناسته وشي.
د قطر په بین الاافغاني خبرو کې به څوک ګډون کوي؟
ټاکل شوې د روانې میلادي جولای میاشتې په ۷ او ۸ مه د جرمني او قطر په کوربتوب د افغان سولې په تړاو بین الاافغاني ناسته وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه غونډې برخوال په انفرادي ډول ورغوښتل شوي او ټاکل شوې ۶۴ کسان په کې ګډون ولري.

افغان حکومت له دې غونډې بې خبري شودلې او د ولسمشر ویاند ویلي د حکومت استازي به په دغه غونده کې ګډون ونه کړي.

دغه راز غوندې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ولسمشرۍ نوماندان او نورې مشهورې سیاسي څېرې هم نه دي ورغوښتل شوې.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې یاده غونډه څه ډول بین الاافغاني غونډه ده او کوم افغان سیاستوال به په کې ګډون وکړي، خو د سولې عالي شورا وایي، د دوی استازي به په کې ګډون ولري.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم وايي، د دوحې په راتلونکې غونده کې به ۶۴ تنه ګډون ولري او دی به هم دغه غونډې ته ورشي، خو دا چې نور به څوک وي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، د غونډې ګډونوالو ته په انفرادي ډول بلنلیکونه استول شوي، چې د سولې د شورا د غړو تر څنګ به دولتي چارواکي، د ګوندونو، مدني ټولنو او ښځو استازي به ورشي.

له افغان سیاسیون یوازې عمر زاخېلوال د دغه غوندې هرکلي کړی او ویلي یې دي، چې په یاده غونده کې به ګډون کوي، خو تر اوسه د نورو افغان سیاسیون په اړه معلومات نشته.

دا چې دا غونډه څه ډول بین الاافغاني مذاکرات دي او موخه یې څه ده، د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم ویلي، په دې ناسته کې به پر داسې میکانیززم هوکړه وشي، چې له مخې یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

په قطر کې د جرمني او یاد هېواد په کوربتوب دغه غونده داسې مهال جوړېږي، چې له تېرې شنبې راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ دوحه کې د سولې خبرې روانې دي.

تر اوسه د دغه خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي خو دواړه لوري وایي، په خبرو کې پرمختګ شوی او تمه ده چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

ځینې سرچینې وایي، امریکا او طالبانو په ټولو خبرو موافقه کړې، خو یوازې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش پر سر اختلاف لري.

د سرچینو په وینا طالبان په شپږو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو امریکايي لوری ټینګار کوي، چې له پنځو میاشتو تر ۲ کلونو پورې باید بهرني ځواکونه له افغانسانه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي