۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

نور باید په افغانستان کې دا بې مانا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي

پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، افغانان د دې مستحق دي، چې په هېواد کې یې بې مانا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
نور باید په افغانستان کې دا بې مانا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، افغانان د دې مستحق دي، چې په هېواد کې یې بې مانا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو وروستي برید ته په غبرګون کې کړې او دا برید یې په کلکو ټکو غندلی دی.

باید و ویل شي، چې طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې د افغان پوځ په یوه مرکز موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید وکړ، چې په کې د ښوونځي د ۵۲ ماشومانو په ګډون ۱۲۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه برید په کلکه غندلی او ویلي يې دي، افغانان د دې مستحق دي، چې نور یې په هېواد کې دغه روان بې ماتا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

پمپیو ټینګار کړي، چې امریکا او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هېڅ وخت افغانستان نه دی هېر کړی او په خبره یې د سولې هڅې په پوره دقت او چټکۍ روانې دي.

نوموړي زیاته کړې امریکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او هېڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې شته لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي دوی له افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي او د هر هغه چا د هڅو ستاینه کوي چې د سولې په برخه کې فعال ګامونه اوچتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په یوه مرکه کې ویلي و، چې له افغانستانه سرتېري باسي خو استخباراتي ډله به یې شتون ولري.

ټرمپ ټینګار کړی و، امریکا نه غواړي، چې افغانستان د ترهګرو د روزنې په هاروارډ پوهنتون باندې بل او د ترهګرو ځاله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي