کابل کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شو

13 سرطان 1398 ساعت 10:09

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې  یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې دغه ځانمرګی برید ګر تېره شپه (د چنګاښ ۱۲مه) د کابل ښار په زنبق څلور لاري کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه ځانمرګي غوښتل په زنبق څلور لاري کې چې د ولسي جرګې معترضو نوماندانو په کې خیمه وهلې برید تر سره کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شو.

وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د همدې زنبق څلور لاري يوه کلیومتر لرې سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز موټر بم ځانمرګی او ډلیز وسله وال برید وشو، چې له امله یې ۱۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117978

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117978/

جمهور
  https://www.jomhornews.com