زورواکي د کابل برېښنا رییس کور ته ننوتي او هغه یې سخت ډبولی دی

13 سرطان 1398 ساعت 10:57

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، زورواکو د کابل د برېښنا د رییس انجینرعبدالحد بارکزي په کور ورننوتي او هغه یې سخت وهلی ډبولی دی.


د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، زورواکو د کابل د برېښنا د رییس انجینرعبدالحد بارکزي په کور ورننوتي او هغه یې سخت وهلی ډبولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برېښنا شرکت نن پشنبې د چنګاښ ۱۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپلو سره ویلي، چې زرواکي تېره شپه ناوخته د کابل برېښنا د رییس انجینر بارکزي په کور ورننوتي او هغه یې سخت وهلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي بارکزی په مخ سخت ګذارونه خوړلي او یو شمېر غاښونه یې هم مات شوي دي.

برېښنا شرکت په امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو غږ کړی، چې دغه پېشه په هر اړخیزه ډول وڅېړي او عامل یې د قانون منګولو ته وسپاري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې برېښنا شرکت په دې وروستیو کې کابل ښار کې پر یو شمېر زورواکانو چې له کلونو راهیسې یې د برېښنا پیسې نه دي پرېکړې او میلیونه افغانانۍ پوروړي دي، د برېښنا د پرېکولو پروسه پیل کړې ده.

دغه شرکت له یوې یوې میاشتې راهیسې د هغه زورواکو او لوړ پوړو چارواکو چې د برېښنا شرکت میلیونه افغانۍ پوروړي دي د نومونو د افشا او برېشنا مزي د پرېکولو لړۍ پیل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117981

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117981/

جمهور
  https://www.jomhornews.com