۰
کابل کې د امریکا سفیر:

افغانان باید له طالبانو سره جوړجاړي ته ځانونه چمتو کړي

پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
کابل کې د امریکا سفیر جان بس راتلونکې میاشتې د افغانستان لپاره خورا مهمې بللې او پر افغانانو یې غږ کړی، چې له طالبانو سره یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ځانونه چمتو کړي.
افغانان باید له طالبانو سره جوړجاړي ته ځانونه چمتو کړي
کابل کې د امریکا سفیر جان بس راتلونکې میاشتې د افغانستان لپاره خورا مهمې بللې او پر افغانانو یې غږ کړی، چې له طالبانو سره یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ځانونه چمتو کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر بس دغه څرګندو پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه د امریکا د خپلواکۍ د دوه سوه درې څلویښتمې کلیزې مراسمو ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل«لکه تاسو چې راتلوونکو څو میاشتو ته ګورۍ، د یوه سیاسي هواري او د هېواد د نوي مشر د ټاکلو فرصتونه به له ځان سره ولري، تاسو باید جوړجاړي ته چمتو اوسۍ.»

د هغه په وینا هغه ستونزې چې افغانان یې نن ډېر سره وېشلي امریکا، متحدین او نور نړیوال همکاران یې نه شي حل کولی، بلکې دا ستونزې افغانان یوازې په ګډ کار حل کولی شي.

جان بس زیاته کړه«موږ د ولسمشرۍ ټاکنو د اعتبار وړ پایلو د لرلو ضمانت نشو کولی، یوازې تاسو دا کار کولی شۍ، پریکړه وکړۍ، چې چیرته او څنګه تاسو باید د طالبانو سره جوړ جاړې ته د رسېدو لپاره چمتو اوسۍ او چیرته باید هغوی تاسو سره جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره چمتو اوسي، چې دا جګړه پای ته ورسېږي.»

هغه ټینګار وکړ، چې امریکا به په افغانستان کې د داسې حالت د راتللو لپاره ، چې د دغه هېواد ټول اوسېدونکي په سوله او عزت د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړي تل د افغانانو ملګرې او همکاره پاتې شي.

کابل کې د امریکا سفیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ په افغان سوله خبرې روانې دي.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، په خبرو کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه پرمختګ شوی خو ځینې اختلافات لا هم شته، چې د حل لپاره به یې نن هم خبرې دوام وکړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د خپلواکۍ د دوه سوه درې څلویښتمې کلیزې مراسمو ته د افغان حکومتاجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغان حکومت برحاله او د تېر حکومت پخواني وزیران، لوړ پوړي چارواکي،، د پارلمان غړي، د ښځو او مدني ټولنې په سلګونو استازي ورغلي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي