لوګر کې د طالبانو د جلب و جذب مسوول وژل شوی

13 سرطان 1398 ساعت 12:29

کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب و جذب مسوول په ګډون د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب و جذب مسوول په ګډون د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي ځانګړو پولیسو تېره شپه د لوګر مرکز اړوند د بابوس په شلوک کلي کې د طالبانو پر یوه پټنځای عملیات کړي.

سرچینه وايي، عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې په کې د طالبانو لپاره د هغوی د جلب و جذب مسوول قاري راز محمد مشور په مقدس هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي له مقدس سره یو ځای د هغه دوه نور مهم ملګري سراج او حمیدالله هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات، یو عراده موټر او څلور عرادې موټر سایلکونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وزارت وايي، وژل شویو طالبانو د لوګر په مرکز او یو شمېر نور سیمو کې په ګڼو ترهګریزه بریدونو او پېښو کې مهم رول درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117987

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117987/

جمهور
  https://www.jomhornews.com