ننګرهار کې ۱۱ داعشیان وژل شوي دي

13 سرطان 1398 ساعت 13:24

امنیتي چارواکي وایي، ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ داعشیان وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي وایي، ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ داعشیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو د ننګرهار په لعل پوره او هسکه مېنه ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

د چارواکو په وینا لعل پوره ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۹ داعشیان وژل شوي او د وسلو یوه لویه زېرمه یې له منځه وړل شوې ده.

دغه راز په هسسکه مېنه ولسوالۍ کې د محاربوي عملیاتو کې بیا دوه داعشیان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117989

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117989/

جمهور
  https://www.jomhornews.com