عمران خان له طالب مشرانو سره د افغان سولې په اړه ګوري

13 سرطان 1398 ساعت 13:46

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازي نعیم الحق ویلي، عمران خان د افغان سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو سره ګوري.


د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازي نعیم الحق ویلي، عمران خان د افغان سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو سره ګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نعیم الحق راډیو پاکستان ته ویلي، چې عمران خان به په نېږدې راتلونکې کې د طالب مشرانو سره وګوري، خو د دې کتنې کره نېټه او ځای یې نه دی ښودلی.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو هم له عمران خان سره لیدنې ته زړه ښه کړی دی، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ده دا هم ویلي، چې پاکستان ته د ولسمشر غني تر سفر وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا پیاوړې شوې ده.

باید و ویل شي، چې عمران خان تر دې وړاندې هم له طالب مشرانو سره د لیدنې هڅه کړې وه، خو د افغان حکومت د اعتراض له امله یې لغوه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com