د افغان سیاسیون یو پلاوی د قطر غوندې ته روان شو

15 سرطان 1398 ساعت 10:15

راپورونه وايي، د افغان سیاسیون یو پلاوی په قطر کې د بین الاافغاني خبرو په ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته روان شوی دی.


راپورونه وايي، د افغان سیاسیون یو پلاوی په قطر کې د بین الاافغاني خبرو په ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته روان شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، دغه پلاوی نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوی دي.

دغه ناسته چې د جرمني او قطر په ګډو هڅو په دوحه کې سبا یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه جوړېږي دوه ورځې به دوام وکړي.

که څه هم دغه غونډې ته مهمې سیاسي څېرې او د ولسمشرۍ نوماندان نه دي وربلل شوي او نه هم ورځي خو د هغه کسانو نوملړ په رسنیو خپور شوی، چې نن سهار ور روان شوي دي.

په دې کسانو کې ١ - اصيلا وردګ، ۲- داكتر حبيبه سرابي، ۳- شهرزاد اكبر ، ۴- فوزيه كوفى ۵-ليلي جعفري ۶- ماريا اكرمي ۷- شاه گل رضايى ۸- انار كلي هنريار، ۹-جميله افغانى ۱۰- زينب موحد ۱۱-مولوي امين الدين مظفري ۱۲-عبدالهادي رفيعي ۱۳- قربانعلي فصيحي ۱۴-جمال الدين بدر ۱۵-مولوي شفيع الله نورستاني ١۶-محمد نادر نعيم ١۷- عطاءالرحمان سليم ۱۸- مولوي سلام ضعيف ۱۹- ارشاد احمدي ۲۰- متين بيګ، ۲۱- حكمت كرزى ۲۲-حاجي دين محمد ۲۳- انجينر فرهادالله فرهاد ، ٢٤، نادر نادري، ٢٥ ، حامد ګيلاني، ٢٦، صالح محمد سلجوقي، ٢٧ غيرت بهير ، ٢٨ مولوي عنايت الله بليغ ، ٢٩ حضرت عمر زاخېلوال ، ٣٠ ډاکټر رنګين دادفر سپنتا.

تر اوسه د دغه غونډې اصلي اجنډا نه ده معلومه خو وړاندې د سولې عالي شورا مرستیال او د یادې پلاوړي غړي عطاالرحمن سلیم ویلي، چې دغه غونډه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو لپاره ده.

وسله والو طالبانو هم ویلي، چې په یاده غونډه کې به ګډون کوي، او د غونډې برخوال به په انفرادي ډول په کې برخه اخلي.

ویل کېږي، یاده ناسته به ۶۴ تنه غړي ولري، او خبرې به یې دوه ورځې پر افغان سوله راوڅرخي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com