کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د غزني ښار په یوه جومات کې چاودنې یو لمونځ کوونکی وژلی او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د چنګاښ ۱۴ مه ماښام مهال د غزني ښار د لومړۍ حوزې اړوند په محمدیه جومات کې رامنځ ته شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي.
خو د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه چاودنه کې یو هلک او یو بل کس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل