۰

د امریکا او طالبانو تر منځ نن بیا خبرې پیلېږي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ په قطر کې روانې خبرې پرون د جمعې د رخصتۍ له امله ځنډېدلې وې خو نن به بېرته پیل شي.
د امریکا او طالبانو تر منځ نن بیا خبرې پیلېږي
د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ په قطر کې روانې خبرې پرون د جمعې د رخصتۍ له امله ځنډېدلې وې خو نن به بېرته پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي له تېرې یوې اونۍ راهیسې پر افغان سوله خبرې کوي.

تر اوسه دغه خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو دواړه لوري وايي په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی او تمه ده یوې موافقې ته ورسېږي.

دغه خبرې له تېرې شنبې تر پشنبې روانې وې، خو پرون د جمعې د رخصتۍ له امله ځندېلې وې، چې د طالب سرچینو په وینا نن به بیا پیل شي.

قطر کې د طالبانو د پلاوی یوه غړي محمد نبي عمري وايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، اوربند او له افغان خاورې د نورو هېوادونو پرضد د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په برخه کې اتیا سلنه پرمختګ شوی دی.

ویل کېږي طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتولو ټينګار کوي وايي، په شپږو میاشتو کې د بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو امریکايي لوري د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره له شپږ میاشتو تر دوه کلونو پورې موده باندې ټینګار کوي وایي، د ځواکونو پر وتلو، له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو، اوربند او د افغان خاورې د نورو پر ضد نه کارولو باندې په یو ځای او یوه وخت کې موافقه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي