۰
زاخېوال:

تمه ده د قطر ناسته د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
د قطر په بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکی او پاکستان کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېل وال تمه ده قطر کې بین الاافغاني ناسته د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
تمه ده د قطر ناسته د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي
د قطر په بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکی او پاکستان کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېل وال تمه ده قطر کې بین الاافغاني ناسته د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زاخېوال په ګډون د یو شمېر افغان سیاسیون او مدني فعالانو یو پلاوی نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه قطر ته روان شو.

په دې پلاوي کې ١ - اصيلا وردګ، ۲- داكتر حبيبه سرابي، ۳- شهرزاد اكبر ، ۴- فوزيه كوفى ۵-ليلي جعفري ۶- ماريا اكرمي ۷- شاه گل رضايى ۸- انار كلي هنريار، ۹-جميله افغانى ۱۰- زينب موحد ۱۱-مولوي امين الدين مظفري ۱۲-عبدالهادي رفيعي ۱۳- قربانعلي فصيحي ۱۴-جمال الدين بدر ۱۵-مولوي شفيع الله نورستاني ١۶-محمد نادر نعيم ١۷- عطاءالرحمان سليم ۱۸- مولوي سلام ضعيف ۱۹- ارشاد احمدي ۲۰- متين بيګ، ۲۱- حكمت كرزى ۲۲-حاجي دين محمد ۲۳- انجينر فرهادالله فرهاد ، ٢٤، نادر نادري، ٢٥ ، حامد ګيلاني، ٢٦، صالح محمد سلجوقي، ٢٧ غيرت بهير ، ٢٨ مولوي عنايت الله بليغ ، ٢٩ حضرت عمر زاخېلوال ، ٣٠ ډاکټر رنګين دادفر سپنتا.

دغه پلاوی به د جرمني او قطر په ګډو هڅو او کوربتوب د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي.
یاده ناسته سبا یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیلېږي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د دغه بین الاافغاني ناستې یو تن ګډونوال حضرت عمر زاخېوال وايي، دغه غونډه به د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو لپاره زمینې جوړولو کې ګټوره تمامه شي.

نوموړي ویلي،  پوره هڅه کېږي چې په دې بین الافغاني کنفرانس کې د مذاکراتو اصلي لوری چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې دي مشخص شي.

وسله والو طالبانو هم په یاده غونډه کې د ګډون پخلی کړی او د قطر دفتر ویاند یې سهیل شاهین ویلي، دا به ازاد بحث وي او هر څوک په فردي توګه د خپل نظر څرګندولو حق لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي