کورنیو چارو وزارت وايي، د غلو د مشهور بانډ د مشر عنایت قیچي د ډلې څلور غړي یې کابل کې نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د غلو دا څلور کسیزه ډله پرون د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ کې نیول شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، دغه غله له وړاندې د پولیسو تر څار لاندې و، چې پرون یې د یادې ولسوالۍ په اړونده سیمو کې تر پېژندلو وروسته د عملیاتو پر مهال ونیول.
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي غله د غلو د مشهور بانډ د مشر عنایت قیچي د ډلې غړي و، چې په وسله والو غلو، انسان تښتونې، او قتل کې یې لاس درلود.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، دغه کسانو د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې فعالیت درلود، چې ورڅخه پنځه میله وسلې، یوه انداه مهمات او نظامي تجهیزات ترې تر لاسه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل