دفاع وزارت:

پکتیکا کې د یوه ولسوال په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي دي

15 سرطان 1398 ساعت 13:25

ملي دفاع وزرات په پکیتکا ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د یوه ولسوال په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزرات په پکیتکا ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د یوه ولسوال په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ د پکتیکا په سرحدي وازه خوا ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال عبدالبصیر له خپلو ۳۱ ملګرو سره وژل شوی دی.

بل خوا دفاع وزارت وايي، د تخار وایت د بهارک ولسوالۍ د دوراهي په سیمه کې هم پر طالبانو هوايي بریدونه شوي او ۱۲ تنه یې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان مولوي عزیز هم شامل دي.

دغه راز دفاع وزارت د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ د زرشويي په سیمه کې هم د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

وزارت دفاع ملی همچنان در خبر دیگر گفته است که در اثر حملات هوایی در منطقه دوراهی ولسوالی بهارک ولایت تخار، مولوی عزیز فرمانده قطعه سرخ طالبان همراه با 12 تروریست طالب دیگر کشته شدند.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو پر مهال ۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 118029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com